رسنۍ مالومات سوالونه / او ځوابونه اغېزې ملاتړ غونډې او ګډون پېژندنه کورپاڼه

 

د پښتو ورځ

پښتو ورځ په هرځاى کې چې هرڅوک يې هر ډول ترسره کول غواړي، د دوى خپله خوښه ده، د بيلګې په ډول په لاندې ډولونو لمانځل کيداى شي، خو ډېره اړينه ده چې تاسې، ددغه ورځ د ټولو نورو سره يوځاى ترسره کړئ.
تر ټولو غوره به دا وي چې پر دغه ورځ تاسې نورو ته د پښتو ورځې خبرتيا ورکړئ ١
تاسې د خپلې کورنۍ سره راټولېږئ او د پښتو د ورځې يادونه، د سباناري، غرمې ډوډۍ، ماښام ډوډۍ يا څه خاص پخلى ورته کوئ، او پر دغه ناسته کې د پښتو او پښتنو په هکله په هره برخه کې چې وي، تر منځ خبرې اترې وکړئ. ٢
په خپل کور کې مېلمستيا جوړوئ او خپل ګاونډيان يا ملګري راغواړئ، د پښتو او پښتنو په هلکه څه ناڅه په ګډه شريکوئ. ٣
په خپل دفتر يا کاروبار ځاى کې مېلمستيا کوئ ، د پښتو او پښتنو په هکله څه ناڅه چې مو خوښه وي يادونه، ستاينه او يا خپلو کارکونکو ته ډالۍ ورکوئ. ٤
په کوڅه، کلې، ښار، هېواد او سيمه کې د نورو سره غونډه کوئ، چې هرډول تاسې او ملګري مو غواړي، ترسره کوئ. ٥
د www.pashtowarz.com پاڼې سره تاسې خپل پيغام، تصوير، ويډيو او هر هغه څه چې ستاسې خوښه وي شريکوئ، چې خپاره شي. ٦

که تاسې څه غونډه جوړول او دلته لست کول غواړئ، نو ړmalomat@pashtotv.tv ته وليکئ، د پښتو ورځ پاڼه کې به يوازې د هغو خلکو يادونه او لست کېږي چې د پښتو ورځې سره تړاو ولري.
راتلونکې غونډې

د پښتو ورځ يادغونډه   د غبرګولې ٨، د ١٣٩٢ لمريز کال په پلازمينه کابل کې د پښتو تلويزېون لخوا په پام کې نيول شوې د پښتو تلوېزيون مشر تابه هيئت په ځانګړې توګه ښاغلې ن. ر. لېوال په پام کې لري چې د يادې ورځې يادونه به د پښتو تلوېزيون له لارې په ډير درنښت، سبيڅليو احساساتو او د پښتو تلوېزيون په زړه پورې خپرونو او راز راز ګڼو دينې، کلتورې، سياسي، ټولنيزو او تفريحي پروګرامونو سره کوي او د پښتو په وړاندې به خپل تاريخي، ملي، او ژبنى رسالت او مسؤليت ترسره کوي.

malomat@pashtotv.tv

د پښتو ټلويزيون پرانيسته

د پښتو تلوېزيون وياړلې پرانسته ياد غونډه د مۍ د ٩ غبرګولي، ١٣٩١ (٢٩ د مۍ ٢٠١٢) د کابل پلازمينه انتل کانټينيټل هوټل کې د پښتو ټلويزېون رئيس او مشر تابه ښاغلې ن. ر. لېوال په غوښتنه د پښتو ټلوېزيون لخوا د غوره او په زړه پورې مراسمو په ترڅ کې ترسره شوه.

غونډې ته ډېرى روڼ اندي او په پښتو مئينان رابلل شوي ول چې يادې غونډې ته يې ځانګړې ښکلاوربخښلې وه ،دغونډې برخوال درانۀ پښتانۀ ښځينه اونارينه پوهان ، ځوانان اوليکوالان ول . چې پخپلوويناوشعرونواوڅرګندونويې دپښتوټلوېزون شمله لاپسې هسکه کړه ددغې پرتمينې غونډې په پاى کې

ويناوالوپرېکړه وکړه چې موږ به هېڅکله دپښتويادله ياده نه اوباسوځکه چې ورته غونډې دپښتنوپرګنوحوصلې لاپسې لوړوي اوپښتانۀ يوموټي والي ته رابولي .

پښتو ټلوېزيون  پر سپوږمکۍ :http://www.pashtotv.tv

ايميل:malomat@pashtotv.tv

پښتو ورځ ميلمستيا، متحده عربي امارات
د غبرګولې ٩، ١٣٩١ لمريز کال د پښتو ورځ په وياړ د عربۍ امارات کې  يوه ډېره زړه راښکونکې ياد غونډه ترسره شوه، ياده غونډه د سيمې د پتمنو پښتنو لخوا په ډېره مينه رامنځته شوې چې د پښتو ورځ په تړاوپښتنو ملګرو ګډونوالو په زړه پورې ويناوې يو بل سره شريکې کړې چې له امله يې برخوال خوښ او ډاډمن ښکارېدل او پرېکړه يي وکړه چې  پښتو ورځ به هر کال په همدغې شپې ورځو کې لمانځو.
پېښور

د ٢٩ مۍ ٢٠١٢ ښاغلى افضل خان لالا،د پښتو ورځې په وياړ، د  پېښور په نشترهال کې د دوه ورځنۍ قامي (ملي) جرګي جوړه کړې وه، په دغه جرګه دې د پښتونخوا  او افغانستان څخه په زرګونو، سياسي، ادبي او نورو برخو وتليو پښتو خبرې وکړي، ددغې جرګې په اړوند نور مالومات په لاندې پته ترلاسه کېداي شي:

pashtoonkhwa@gmail.com

خوست

په خوست د ځوانانو جرګې له خوا د غبرګولي نهمه يا د پښتو نړيواله ورځ په داسې حال کې ولمانځل شوه چې په لسګونو فرهنګيانو، د رسينو استازو او د ولايتي شورا غړو ګډون درلود.

په لومړي سر کې د ځوانانو جرګې مشر فضل الرحمن قانع خبرې وکړې او د يادې ورځې په تړاو يې وويل چې دا يوازې په خوست کې نه لمانځل کېږي بلکې په پلازمېنه کابل، پښتونخوا، لندن، جرمني، متحده عربي اماراتو او يو شمېر نورو هغو هېوادونو کې چېرته چې پښتانه مېشت دي لمانځل کېږي.

ده له ټولو پښتنو وغوښتل چې د پښتو ژبې او اړتياوې يې بايد په پام کې ونيسي او د پرمختيا لپاره يې کار وکړي.

د شيخ زايد پوهنتون استاذ اسدالله تڼي هم خپلې ژبې پښتو ته خدمت او د پرمختګ لپاره يې هلې ځلې په ټولو پښتنو لازمې وبللې خو شرط يې دا و چې د نورو ژبو سره به مخالفت نه کوي يانې زموږ هڅې دې په تعصب او ځانغوښتنې نه وي ولاړې.

ده له هغو مشرانو چې په واک کې پاتې شوي دي ګيله کوله چې خپلې ژبې ته يې کار نه دى کړ، نو په همدې اساس يې له ټولو مشرانو او واکمنو هيله وکړه چې ژبې او کولتور ته کار وکړي.

نوموړي وويل چې ژبه په اقتصاد، سياست او بازار سره پرمختګ کولى شي.

قومي مشر حاجي رسول محمدتڼي وويل چې په دې وروستيو دريو لسيزو کې قومي جوړښتونه کمزوري شوي دي چې دې سره زموږ کولتور او ژبې ته هم تاوان رسېدلى دى، نو په دې اساس بايد قومي جوړښتونه راژوندي او پياوړي کړو.

حاجي صدراعظم، د ولايتي شورا وکيله زهره جلال او يو شمېر نورو ګډونوالو د موضوع په تړاو خبرې وکړې.

په پاى کې د ټولو ګډونکونکو له خوا يو پنځه ماده ييز پرېکړه ليک هم خپور شو چې په کې له دولت او ولس څخه غوښتنې شوې وې تر څو دا ژبه لا پياوړي او قوي کړي.

غونډه د دعايې په ويلو او د عصريې په خوړلو پاى ته ورسېده.