رسنۍ مالومات سوالونه / او ځوابونه اغېزې ملاتړ غونډې او ګډون پېژندنه کورپاڼه

پښتو ورځ پېژندنه او تاريخچه


پښتو ورځ هر کال په نيولشوې پښتونخوا، افغانستان او د نړۍ په ګوټ ګوټ کې پښتانه لمانځي د پښتو ورځ نېټه ده: د لمريز کال د غبرګولي اتمه چې د عيسوي کال د مۍ نهه ويشت سره سمون خوري، دغه نېټه په څلورو کالو کې يوځل د غبرګولي له نهمه سره سمون خوري. نو هر څلور کاله پس پښتو ورځ د غبرګولي په نهمه راځي او په عيسوي کال هر کال د مۍ په نهه ويشت وي.
پښتو ورځ به پښتو ته د خلکو پام را واړوي. پښتو ورځ د پښتو پرمختګ ګړندى کوي، پښتو ورځ د يو بل تر منځ د لا پېژندګلوۍ، مينې او محبت لامل ګرځي. پښتو ورځ د نړۍ په ګوټ ګوټ کې پښتانه سره نږدې کوي، د پښتو ورځ غونډې د اروايي تسکين لامل ګرځي او د "هومسيکنس" په ډول ناارامي له منځه وړي. پښتو ورځ له پښتو څخه د ناخبرو ذهنونه روښانه کوي او ترمنځ يې همغږۍ او ملتيا ته لاره هواروي.
پښتو ورځ يوازې د ژبې ورځ نده پښتو ورځ د پښتو او پښتوولي ورځ ده ځکه چې پښتو يوازې ژبه نه ده، بلکې دا د ژوند تګلاره او تر ډېره په پښتني سيمو کې د قانون حيثيت لري. پښتانه د پښتو پر ورځ خپلې ستونزې، اسانتياوې او لاسته راوړنې سره شريکوي. پښتانه دې هڅه وکړي چې خپل نوى ژوند، نوى کاروبار، نوې دندې او...، د پښتو په ورځ پيل کړي. پښتانه ځوانان او پېغلې دې هڅه وکړي چې د پښتوپه ورځ، د نوي ژوند بنسټ کېږدي. ښاغلي شتمن پښتانه دې د پښتو په ورځ بې وزله پښتنوته ټوليز ودونه وکړي. د پښتو په ورځ دې اول نومره زده کوونکي، محصلين او په بېلابېلو ډګرونو کې وتلي کسان ونازول شي.
دا چې ښځې د ټولنې سمه نيمه برخه ده که د پښتو ورځې په ياد غونډه کې ښځو ته د دواړو لوريو( ښځينه او نارينه وو)د هيلو، خوښې او سليقي سره سمه ونډه ورنکړل شوه نو يادغونډه بېخي نيمګړې ده.
د پښتو په ورځ دې پښتانه د نورو ژبو له ويونکيو سره غوره چلند وکړي، هڅه دې وشي چې د پښتو په ورځ هر پښتون د نورو ژبو ويونکي په خوږو پښتو خبرو او تر خپله وسه په ډاليو ونازوي. پښتو ورځ د ټولو ده ، په هرځاى کې چې هرڅوک يې هر ډول يادول غواړي، د دوى خپله خوښه ده، هېڅوک يې د هېڅ ډول انحصار واک نلري، دا په رسمي او غيررسمي، ځانګړې او ټوليزه توګه يادېدلاى شي. خو غوره او اړينه ده چې دغه ورځ له نورو سره يوځاى ياده کړئ.

.غوره به دا وي چې پر دغه ورځ تاسې نورد پښتو له ورځې خبرکړئ. خبرکړئ
تاسې د خپلې کورنۍ سره راټولېږئ او د پښتو د ورځې يادونه د سباناري، غرمې ډوډۍ، ماښام ډوډۍ يا څه خاص پخلي په بڼه کوئ، او په دغه ناسته کې د پښتو او پښتنو په هکله خبراترې کوئ
په خپل کور کې ميلمستيا جوړوئ او خپل ګاونډيان يا ملګري راغواړئ، د پښتو او پښتنو په هکله څه ناڅه په ګډه شريکوئ
خپل دفتر يا کاروبار ځاى کې ميلمستيا کوئ ، د پښتو او پښتنو په هکله څه چې مو خوښه وي يادونه، ستاينه کوئ او يا خپلو کارکوونکيو ته ډالۍ ورکوئ
کوڅه، کلي، ښار، هېواد او سيمه کې له نورو سره غونډه کوئ، په هرډول چې تاسې اوستاسې ملګري يې غواړئ
د پښتو ورځې تازه غونډو مالوماتو او ګډوڼوالو لپاره د فيسبک پاڼه وګورئ.

پښتو ورځ تاريخچه